current location : Lyricf.com
/
/
یوه ورځ [Yawa Wratz] [English translation]
یوه ورځ [Yawa Wratz] [English translation]
turnover time:2024-10-06 01:25:31
یوه ورځ [Yawa Wratz] [English translation]

یـــــــــوه ورځ وه..

موږ دواړه پر سفر باندې روان شو

زه او ته غــــاړه په غاړه پر سفر باندې روان شو

یـــــــــوه ورځ وه،

ما ژړلې، سر مې ستا پر ولي کیښود

ستا په سترګو کې چې ورک شوم، دا جهان مې واړه پرېښود

یـــــــــوه ورځ وه،

ته شاه میرمن وې، زه یوازې ستا پاچا وم

پاچا نه وم، ستا بندي وم، بدو سترګو نه پناه وم

یـــــــــوه ورځ وه،

موږ ستړي له دې دومره ډېرو خلکو

لاس په لاس دواړه اوبو وړي له دې دومره ډېرو خلکو

یـــــــــوه ورځ وه،

عاشقان ووعارفان وو، زه او ته وو

د زاړه ښار په کوڅو کې سرګردان وو، زه اوته وو

یـــــــــوه ورځ وه،

ستا له سترګو څخه اوښکې راروانې

زه حیران درته ولاړ وم، ستا وې زلفې پریشانې

یـــــــــوه ورځ وه،

ستا د اوښکو دوې سکې وې زماپه جیب کې

زنګیدم ستاپر پاولیو ، شړنګیدمه ستا په پایزېب کې

یـــــــــوه ورځ وه،

ستا پر ژبه دغوسې سندرې شنې وې

زه دې اور ته وم نیولی، ستا په سترګوکې لمبې وې

یـــــــــوه ورځ وه،

تا ویلې زما خیالونه پکارنه دي

زه د ژوند شین غمی غواړم زما لفظونه پکار نه دي

یـــــــــوه ورځ وه،

زما په لاس کې غزلونه مړاوې شوي

د سندرو نغمې مړې وې ، سرودونه رژیدلي

یـــــــــوه ورځ وه

یوه ورځ وه ، زه نورهیڅ نه وم بې سروده بې سندرې

ستا پرحسن غبار ناست و دبیلتون دې کړې خبرې

یـــــــــوه ورځ وه،

یقیامت نه و، لمرختلی و په اسمان کې

زه لا مړ نه وم ، ژوندی وم لا هم ورک وم په خپل ځان کې

یـــــــــوه ورځ وه،

ستا غږ نه و د زاړه ښار په فضا کې

زه یوازې وم بې سیوري څه و مات زما په اروا کې

یـــــــــوه ورځ وه،

عاشقان وو عارفان وو خو ته نه وې

زه او روح مې په کوڅو کې سرګردان وو، خو ته نه وې

Comments
Welcome to Lyricf comments! Please keep conversations courteous and on-topic. To fosterproductive and respectful conversations, you may see comments from our Community Managers.
Sign up to post
Sort by