وي ھېرہ سوې د یو داسي خرابې غوندي یم
دلتہ ھلتہ پاشل سوی مي ھر ھر اندام دئ
ھر څوک پر خېزي چي، یم د دې ډبري پہ شان
تیکہ تیکہ خاشې خاشې یم، پاشل سوئ یمہ
چارہ می نستہ، څارم ھر څیز پہ حیرانو سترګو
غورزول کېږم دلتہ ھلتہ پہ توپان کي د غم
بل دئ دریاب د غمو، زہ پہ کې وړوکي کشتۍ
چپہ سوې، ډوبہ سوې، غرقہ سوې پہ کې
یو داسي شاخ ھم پاتہ نہ سو چي زہ لاس پر تم کړم
لکہ د وچي یوې وني پہ شان پاتہ سومہ
لکہ زہ چي یو غلام یم، یو بندي یمہ زہ
غورزول سوئ، دلتہ ھلتہ او ټکري خورمہ