بس یو ویجاړه کونجکۍ دی زړګی
د یو ظالم مجرم په شان دی ژوندون
ته چی راځې دنیا جنت سی راته
له غوږه نه مښلی د هیڅ مینی ږغ
زړه می ټوټې کړ یوې بلی مینی
واخله دا ژوند چی یه لرم ، وایم
او ستا تر مینه صدقه یه غواړم
پاته د ژوند چی می هر څو دی ورځی
ستا دی د مینی سی قربان جانانه
بې له تا نه لرم بل څوک
نه خو بازو او نه وزر لرمه
نه می د حال کوی یو څوک پوښتنه
د درواغو په دې نړۍ کی
چپ له تا نه لرم بل څوک
نه خو بازو او نه وزر لرمه
نه می له دړده هیڅ څوک ځان خبروی
د درواغو په دې نړۍ کی
ږما دژوند لاره ده زما درمان
ښه راغلې، تا چی لرم دغه ښه ده
ژوند او تندئ، زړه لمبه یې زما
جمیل پانیزی