current location : Lyricf.com
/
/
صاحبزاده [Saahebzada] lyrics
صاحبزاده [Saahebzada] lyrics
turnover time:2024-10-06 01:26:46
صاحبزاده [Saahebzada] lyrics

د بركلي صاحب زاده يم

يو مې اس، يوه شړۍ

قصيده مې پخه كړې

ګرځومه كوزړۍ

ځوان مريد د څرخي پير يم

رنګ دې ورك شي

كوډې نه كړم

كوډې باسم

بند بختونه خلاصومه

د مئينو زړو ريبار يم

شكرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ

څوك دستمال راته خامك كړي

....

څوك راجوړه كړي خولۍ

د بركلي صاحبزاده يم

نجونې ګردې رانه تاو وي

تاويزونه رانه غواړي

ملا تل راته په قار وي

سل كپرونه راته وايي

پروا يې ډېره نه كړم

خدايزده ولې د كوز كلي په زلميو باندې ګران يم

ما ته راز د دوى معلوم دى

يو د خان په لور مئين دى

بل ليدلې د ملا صاحب لمسۍ

د بركلي صاحب زاده يم

يو مې اس، يوه شړۍ

د برات د میاشتې سر دی

نن اوله پَینشنبه ده

یوه پیغله راته ناسته

زښته ډیره ښایسته ده

وایي دا سې تاویذ راکړه

چې مې پلار لږ مسلمان شي

میرات مړی وَلوَر کم کړي

او جانان مې مساپر دی

په دوبۍ کې مزدوري کړي

ژرنده کړی چې نن راغی

په خندا یې راته ووی

صاحبزاده کیسې ته غوږ شه:

نن اوړهء مې د خان یوړل

کور یې ډک له میلمنو و

څوک له ښاره وو راغلي

په انګړ یې شور ماشور و

یوه ښکلې میلمنه وه په ښایست وه ښاپیرۍ

کلیوالو غوندې نه وه ښکاریدله مکتبۍ

شرمیدله پټ یې ووی:

صاحبزاده یار ته دې وایه،

پیرخانې ته دې سلام!

یو تاویذ خو راته وکړه

چې جانان ته شم منظوره

شکرانه به پوره درکړم

خدای دې مکړه ادې بوره

مکتبۍ راته دا وویل، بیا راکړ دا کاغذ

ژرنده کړي توبې وکړې

ویل یې ورانه زمانه شوه

مکتبۍ نه وه بلا وه

په خندا بیرته ستنه شوه

په کاغذ کې و لیکلي:

په سندرو یم مئينه،

د نغمو یم لیونۍ

په یو چا مې زړه بایللی،

غږوي ښکلې شپیلۍ

یو تاویذ ورباندې وکړه

چې ما ګُل کړي د پګړۍ

د بركلي صاحب زاده يم

يو مې اس، يوه شړۍ

Comments
Welcome to Lyricf comments! Please keep conversations courteous and on-topic. To fosterproductive and respectful conversations, you may see comments from our Community Managers.
Sign up to post
Sort by