او اوس پای نزدې سو
او زہ وروستۍ پړدہ تہ مخامخ یم
زما ملګرې، زہ بہ یې در خلاصہ کړم، زہ بہ حال پہ ډاګہ درتہ و وایم
ما یو پرېمانہ زوند تېر کړ- او ټولي لویي لاري مي تر پښو وکښې
او نور، تر دې ټولو زیات،
ما وکړہ دا، زما پر خپل چم
پشېمانۍ مي ھم درلوودې
خو بیا دا چي، د څہ بیان وړ ھم نہ
ټول چي پہ کار وو ھغہ مي وکړہ
او بې لہ څہ ځان غړوني مي تر سرہ کړل
ھرہ غورہ لار تہ مي تایہ و تړلہ
او ډېر پہ پام مي ھر ګام کښېښوو
او نور ډېر نور تر دې
ما وکړہ دا، زما پر خپل چم
ھو، داسي وختي ھم وې، ډاډہ یم چي تاسي پوھېږئ
چي تر وس مي زیات دروند پېټۍ پورتہ کړ
خو پر دې سربېرہ، چي چیري بہ شک وو
یا مي خوندي کړ یا بہ مي و غورزاوہ
دا مي ټول وزغمل
او پہ لکہ غاړہ و درېدم
ما وکړہ دا، زما پر خپل چم
ما مینہ کړې، خندلي او زړا کړې دہ
ما د بایلات د برخي خوند ھم کتلئ دئ
او اوس چي اوښکي وچی سوي دي
ما تہ یوہ تماشہ ښکاري
چي سوچ وکړې چي دا ټول
او کہ و وایم
د خېلځہ پر چم نہ چي
" یہ، یہ نہ مړا ما نہ"
ما وکړہ دا، زما پر خپل چم
ګر سرہ انسان دئ څہ؟ او د څہ خاوند دئ؟
کہ پہ خپلہ نہ وي نو ھیڅ نہ لري
چي و وایې ھغہ څہ
چي دی یې احساسوي پہ رښتیا
او د ھغو ټکي نہ، چي پر ګوډو وي
تېر زوند مي شاید دئ چې ټکول مي وخوړل
او و مي کړہ پر خپل چم
ھو، دا وو زما پر خپل چم