کېدایسي چي دا سندرہ دې پر زبہ پاتہ سي
کہ یې ږغوې او لہ زړہ دي څکہ ھم نہ کوي
کہ پہ پوھ سې ھم پر ما یې فرق نستہ
زما تش یوہ غوښتنہ دہ، خوشالہ اوسہ او بس
ستا د پارہ مي ليکلې دا سندرہ دہ، تہ خبرہ نہ یې
لکہ د پرېدۍ زبي چي وي داسي یې اورې
زما د پارہ اول خدای او پسې تہ یې
زما تش یوہ غوښتنہ دہ، خوشالہ اوسہ او بس
ستا ځای بل څوک نہ سي ډکولای، باور وکہ
دا سندرہ زموږ د میني د لوړي پہ شان دہ
ھیڅ خیال مہ کوہ چي زہ لېونی یم یا پاګل
زما تش یوہ غوښتنہ دہ ، خوشالہ اوسہ اوبس
دا سندرہ لہ تا سرہ زما مینہ څرګندوي
ستا پہ نہ اورېدو یې جانانہ، زہ نہ خپہ کېږم
زہ ستا د کلونو پہ بېلتون اوس اموختہ یم
زما تش یوہ غوښتنہ دہ، خوشالہ اوسہ او بس