پہ ډول د وچو پاڼو سوم را تویہ لہ شاخہ
راځي د سحار باد دي چي وړې ټوټې مي کي
بیا یو سي وړہ بس مي چېري ليري یو ځای لہ
پرلڅو پښو د یار مي دي پہ مینہ و موږي --------لیلم لی
رڼا دہ د سپوږمۍ چي زما پہ ساز کوي ځلا
نہ وینمہ بل ږغ چي زما د ږغ کوي سیالي
اوس راسہ د کږو ورځو آشنایہ څنګ لہ زما
یو اړخ مي دي سپوږمۍدابل جانان ونيسي ----لیلم لی
اووہ کالہ دي سوي لہ وطنہ یم جلا
د غم پہ ورځو شپو کي نہ یم اړ پہ ملګري
راځې بہ یوہ ورځ او را پسې بہ یې پہ ما
لہ زړہ زما تپوس کوہ او نہ لہ چا پرېدي ------لیلم لی