ہر څومرہ د بېلتون سنددي چي وي
نن شپہ ټولي کہ زمزمہ، زما د پارہ
د ټولو خواریو حساب یې پر ما تاوان
پاتہ سہ څہ نور غم وزغمہ زما د پارہ
کہ پشېمانہ ھم یې پر خپلو کړو
او زما نوم دي پر خولہ دئ
او ری وھې چي زہ چرتہ او څنګہ یم
یوہ د بېلتون سندرہ چوڼ کہ
پہ سوکہ غږ یې و ږغوہ زما د پارہ
ستا زړہ دئ زما پہ لاسو کي
دغسي دي پاتہ وي
د ھینداري لہ څنګہ تېرہ سہ
خپل مخ پہ کي و ګورہ زما د پارہ
او کہ زړا درغلہ نو
دا اوښکي دي زما او ستا د پارہ
ھر څہ چي ستا امانت دئ لہ ما سرہ
بیرتہ یې واخلہ او د عبادت ځای مي وران کہ
و داسي خوار و زار ژوند تہ ګومارلو پر ځای
تر زړہ مي یوہ مرمئ و با سہ زما د پارہ