د دروغجني دنیا پہ مزو کار مہ لرہ
رسۍ یې پر لاس پېچلې ګرځي
پہ ما کي دي نھامي زما د سترګو اوښکي
غمجن او بې غمہ دواړہ خړوبوي ګرځي
څوک پہ تېزو ګامو ځي،اوږدہ لار پرې کي
څوک سرہ زر خرڅويي، څوک ګودړي پلوري
د چا نستہ توان د پیازو او څوک شات خوري
څوک څټي دا خپلي ګوتي ګرځي
"محزونی" دا څنګہ بخت دئ محزوني
د چا نوم دئ شریف، د چا بیا محزوني
لہ مورہ پاتہ سوي د یوہ وري غوندي
پہ ږغ د 'مې مې' پہ انسان پسې دئ ګرځي