گرم شه، لا گرم شه
تهای مقدس لمره
ای د آزادی لمـره
ای د نیکمرغی لمره
موږ په توپانونو کی
پری کړه د بری لاره
هم د تورو شپو لاره
هم د رڼایی لاره
سره د سربازی لاره
پاکه د وروری لاره
دا انقـلابی وطن
اوس د کارگرانو دی
دغه د زمرو میراث
اوس د بزگرانو دی
تیـر شو د ستم دور
وار د مزدورانو دی
موږ په نړیوالو کی
سوله او وروری غواړو
موږه زیارایستونکو ته
پراخه آزادی غواړو
موږ ورته ډوډی غواړو
کور غواړو، کالی غواړو